د ښځو او سولې د مطالعاتو ادارې بنسټ ايښودونکې وږمه فروغ وايي هيله شته چې د امريکا نوې اداره به د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته په تخنيکي او تجهيزاتي برخه کې دوام ورکړي. د هغې په وينا نړيوال په دې پوه دي چې افغانستان په ډيرو برخو کې لاسته راوړنې درلودلې دي نو دا به نه ضايع کوي. ملالۍ بشير له مېرمن فروغ سره مرکه کړې.